د پرانیستي لیکپه بروکسل کې د طالبانو د استازو د احتمالي رسمي حضور په اړه

27/05/2026
Lettre ouverte
en es fa fr ps
© Sanaullah SEIAM / AFP

د اروپايي اتحادیې بنسټونو، غړو هېوادونو او اړوندو پرېکړه کوونکو ته

موږ، لاندې لاسلیک کوونکي ملي او نړیوال مدني بنسټونه او د بشري حقونو ملاتړکوونکو، په بروکسل کې د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې د طالبانو د استازو د احتمالي رسمي سفر په اړه خپرو شوو راپورونو په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.

مهمه ده چې یادونه وشي، طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، ځکه هغوی کورنی دیموکراتیک مشروعیت نه لري. د هغوی واکمني د هېڅ ډول ګډونیز، ټولشموله، استازیتوب کوونکي یا اساسي قانوني بهیر له لارې نه ده رامنځته شوې.

د طالبانو دوه لوړپوړي مشران اوس مهال د جرمونو نړیوالې محکمې issued (ICC) له خوا د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د بشریت ضد جرم په تور د نیولو له امرونو سره مخ دي، او د طالبانو اړوند ګڼ شمېر کسان لا هم د نړیوالو بندیزونو، په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د بندیزونو، په لستونو کې شامل دي.

په دې وضعیت کې، له طالبانو سره هر ډول رسمي تعامل، په ځانګړي ډول د اروپا په خاوره کې، جدي حقوقي، سیاسي او سمبولیکې پایلې لرلی شي. دا کار ښايي د طالبانو د عادي کېدو یا ضمني مشروعیت ورکولو په توګه تعبیر شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو ګڼ شمېر پالیسۍ، فرمانونه او اداري اقدامات عملي کړي چې د اساسي حقونو او آزادیو د سیستماتیک له منځه وړلو سبب شوي دي. ښځې او نجونې تقریباً په بشپړ ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، چې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو منع کول، د کار، تګ راتګ او مدني او سیاسي ګډون سخت محدودول شامل دي.

دغه اقدامات، کله چې په ټولیز ډول وکتل شي، د جرمونو نړیوالې محکمې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ګڼو کارپوهانو او حقوقي متخصصینو له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د بشریت ضد جرم په توګه ارزول شوي دي.

سربېره پر دې، د جدي بشري حقونو د سرغړونو په اړه پرله‌پسې راپورونه موجود دي، چې پکې خپل‌سري نیونې، جبري لادرکه کول، له محکمې پرته وژنې، شکنجه او ناوړه چلند، او د بشري حقونو د ملاتړکوونکو، خبریالانو او پخوانیو دولتي کارکوونکو پر ضد غچ اخیستنې شاملې دي. د شفافیت او خپلواکو څارونکو میکانېزمونو نشتون د دغو سرغړونو د بشپړې کچې ارزونه ستونزمنه کړې، خو شته شواهد د دوامدارو او جدي سرغړونو څرګندونه کوي. هغه څه چې روښانه دي دا دي چې د دغو جدي بشري حقونو سرغړونو او احتمالي نړیوالو جرمونو قربانیانو او ژغورل شویو کسانو ته هېڅ ډول حساب ورکونه نه ده شوې.

د طالبانو تر واک لاندې وروستي حقوقي او قضایي چوکاټونه لا نور هم عدالت ته لاسرسی محدود کړی، د عادلانه محاکمې تضمینونه یې کمزوري کړي او تبعیضي کړنې یې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، رسمي بڼه ورکړې ده.

موږ همداراز د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو له خوا افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د روانو او وړاندیز شوو پالیسیو په اړه ژوره اندېښنه لرو. اوسنیو شرایطو ته په کتو، افغانستان ته هر ډول جبري ستنول به د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د نه‌جبري ستنولو (Non-Refoulement) اصل، له جدي سرغړونو سره مخ وي. دا اندېښنه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره جدي ده، ځکه د طالبانو تر واک لاندې د هغوی ژوند، امنیت او اساسي حقونه له مستقیم او سیستماتیک ګواښ سره مخ دي. افغانستان اوس مهال د نړۍ له هغو خطرناکو هېوادونو څخه دی چې ښځې پکې له سختو ګواښونو سره مخ دي، او جبري ستنول به ډېرې ښځې او نجونې د ځورونې، تاوتریخوالي او د اساسي حقونو له شدید محرومیت سره مخ کړي.

له همدې امله، موږ له اروپايي اتحادیې او د هغې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې :

• د اوسنیو شرایطو تر دوام پورې له طالبانو سره په سیاسي او ډیپلوماتیکه کچه له تعامل څخه ډډه وکړي، ځکه دا ډول تعامل د روانو جدي بشري حقونو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د سیستماتیک ځپلو، د عادي کېدو او ضمني مشروعیت ورکولو خطر لري؛
• دا حقیقت په رسمیت وپېژني چې هغه لږ تر لږه شرطونه چې اروپايي اتحادیه یې د تعامل لپاره مطرح کوي ــ لکه د اساسي حقونو درناوی، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ــ اوس مهال نه دي پوره شوي، او له دې شرایطو پرته تعامل به د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو ژمنې کمزورې کړي؛
• د جدي بشري حقونو سرغړونو او احتمالي نړیوالو جرمونو، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، په تړاو د نړیوالو عدلي هڅو فعاله ملاتړ وکړي، د جرمونو نړیوالې محکمې له افغانستان اړوند تحقیقاتو سره اغېزمنه همکاري وکړي، څو حساب ورکونه د سیاسي یا مهاجرتي ملاحظاتو قرباني نه شي؛
• په ښکاره او بې له ابهامه اعلان وکړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي او نه باید د ډیپلوماتیک تعامل یا مهاجرتي پالیسیو په چوکاټ کې د معاملې وسیله وګرځي؛
• د نړیوالو جرمونو قربانیانو ته د عدالت د لاسرسي د پیاوړتیا او د احتمالي عاملینو د قضایي حساب ورکونې لپاره د ستراتیژیکو حقوقي لارو، په ځانګړي ډول د نړیوال او فرامرزي صلاحیت میکانېزمونو، ملاتړ وکړي؛
• سمدستي افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو جبري ستنول ودروي، او د نه‌جبري ستنولو اصل ته بشپړ درناوی وکړي، ځکه اوسني شرایط ستنېدونکي کسان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له ځورونې او جدي زیان سره مخ کوي؛
• ډاډ ترلاسه کړي چې له طالبانو سره تړلي کسان، یا هغه کسان چې د جدي بشري حقونو سرغړونو په اړه پرې باور وړ تورونه موجود وي، په هېڅ ډول رسمي لیدنو، کوربتوب، همکاریو یا مشورو کې ونه منل شي؛
• له افغان مدني ټولنې، قربانیانو او د ښځو د بشري حقونو له مدافعینو سره منظمې او مانادارې مشورې وکړي، څو د هغوی نظرونه په مستقیم ډول د اروپايي اتحادیې په پالیسیو کې منعکس شي.

د دغو اصولو نه مراعات کول به لا نوره معافیت فضا پیاوړې کړي، د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د اروپايي اتحادیې اعتبار به زیانمن کړي، او د افغانستان قربانیان او ژغورل شوي کسان به په یوه حساس پړاو کې یوازې پرېږدي.

موږ چمتو یو چې له اروپايي او نړیوالو شریکانو سره رغنده همکاري وکړو، څو د افغانستان په تړاو هر ډول غبرګون د حساب ورکونې، عدالت او د اساسي حقونو د ساتنې پر بنسټ ولاړ

Lire la suite

  • Co-signataires

    د ملي مدني ټولنې بنسټونه

    1. Afghanistan Canada Culture (ACC)
    2. Afghanistan Cinema House
    3. Afghanistan Civil Society Forum Organization (ACSFo)
    4. Afghanistan Community Foundation (ACF)
    5. Afghanistan Democracy and Development Organization (ADDO)
    6. Afghanistan Freedom Struggle Network
    7. Afghanistan Service, Cultural and Rehabilitation Organization
    8. Afghanistan Sociological Association
    9. Afghanistan Transitional Justice Coordination Group (ATJCG)
    10. Afghanistan Women’s Light Freedom Movement
    11. Afghanistan Women’s New Future Movement
    12. Afghanistan Women’s Political Participation Network
    13. Afghanistan Women’s Solidarity Movement
    14. Afghanistan’s Powerful Women’s Movement
    15. Afghan Canadian Civil Society Forum (ACCSF)
    16. Afghan Human Rights Defenders in Exile (AHRDE)
    17. Afghan Women Education and Vocational Services Organization (AWEVSO)
    18. Afghan Women News Agency (AWNA)
    19. Afghan Youth in New Era Organization (AYNEO)
    20. Alternative Links for Training and Development
    21. Armanshahr / OPEN ASIA
    22. Assembly of Scientists and Experts of Afghanistan (ASEA)
    23. Association of Women in Radio and Television (AWRT-K)
    24. AWA Legal and Social Foundation
    25. Afghan Women Politicical Participation Network (AWPPN)
    26. Balkh Women’s Movement
    27. Borderless Amu Movement (BAM)
    28. Civil Society and Human Rights Activists Network
    29. Civil Society and Human Rights Network (CSHRN)
    30. Development and Support of Afghan Women and Children Organization (DSAWCO)
    31. Dialogue Hub for Common Ground
    32. Digital Civil Society Institute (AZADY)
    33. Equality Social and Cultural Organization (ESCO)
    34. Ertebat Organization
    35. EU Hope
    36. EVE : Voice for Women’s Rights
    37. Fatema Foundation
    38. FARAGEER (Women Global Forum for Afghanistan)
    39. FARKHUNDA MOVEMENT
    40. Fekresabz Organization (FSO)
    41. Feminine Solidarity for Justice Org (FSJO)
    42. Free People Movement in Exile
    43. Free Watch Afghanistan Organization (FWA)
    44. G+ Generation Positive Organization
    45. Generation of Peace Society (GPS)
    46. Global Campaign Against Gender Apartheid
    47. Herat Citizens’ Social Association
    48. Human Rights Defenders Plus (HRD+)
    49. Incident Prevention & Assist the People Organization (IPAPO)
    50. Independent Coalition of Afghanistan Women’s Protest Movement
    51. Independent Cooperation for Change Organization (ICCO)
    52. Mawoud Academy
    53. Movement’s Yell Movement
    54. National Anti-Discrimination Process (NADP)
    55. Network of Afghan Women in Urban Governance
    56. New Generation Network for Change (NGNFC)
    57. No to Rigor Organization (NRO)
    58. Paikan TV
    59. Peace & Sport Organization
    60. Peace and Human Rights Dialogue Center
    61. Radio Nehad Network (RNN)
    62. Rawzana Omid Social Organization
    63. Shahrvand Social and Legal Research Organization (SSLO)
    64. Stichting voor Afghanistan (SVA)
    65. Sunrise of Freedom
    66. Tabesom Cultural and Social Services Institute
    67. Together for Equality Organization
    68. Tolo Social and Civic Organization (TSCO)
    69. Wahaj Welfare Organization for Afghanistan
    70. Women Media Advocacy Group
    71. Women Organization for Rights, Dignity and Speech (WORDS)
    72. World Council of Panjshirians
    73. Women’s Freedom Organization
    74. Women’s Justice Movement
    75. Women’s Motion Network (WMN)
    76. Youth and Children Development Program (YCDP)

    نړیوال سازمانونه

    77. International Federation for Human Rights (FIDH)
    78. Aide aux Personnes Déplacées
    79. Civil Rights Defenders (CRD)
    80. Global Initiative Against Impunity (GIAI)
    81. Human Rights Activist Union (HRAU)
    82. Parliamentarians for Global Action (PGA)
    83. Women’s Initiative for Gender Justice (WIGJ)


Agir